د UNDP استازې او د سولې بنسټ دفتر چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۲۰:۴
د  UNDP استازې او د سولې بنسټ دفتر چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

۴ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د ملګروملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) استازې ناهيد سرابي او د سولې بنسټ د دفتر (Roots of Peace) چارواکو سره د شپږو کوچنيو پروژو پر جزئیاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، چې پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM)  رييس جان هايډو او د سولې بنسټ د برنامو مسوول حميدانصاري او همکاران يې حضور درلود، دوی د شپږو کوچنيو (کرنټ) پروژو سندونه د پروژو پر جزئیاتو د خبرو په پار دکرنې وزير ته وړاندې کړل.
ټاکل شوې، چې د يادو پروژو په اډانه کې د دوه زره او ۳۲۷مټريک ټنه سبو او مېوو په وړتيا سره شپږ سړې خونې جوړ شي. دا سړې خونې د کابل، فراه، هرات، بادغیس او ننگرهار په ولايتونو کې د سولې بنسټ دفتر له خوا، پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM) له لارې جوړېږي.
ددغو سړوخونو د جوړولو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې  (UNDP) په همکارۍ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال قانون د پلي کېدو او مخدره توکو سره د مبارزې دفتر(INL) له خوا تمولېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۸
Background image

هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه


۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ۳۱۰ ټنه اټکل شوی


۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دمعلوماتو په اساس سږ کال په دې ولايت کې د ځمکني توتانو حاصل ۳۱۰ مټریک ټنه اټکل شوی دی.
. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د ځمکو چارو د رییس سفر 

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي. . .

بازگشت