د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړرتبه امارتي مسوولینو د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال محترم جمشید خوجه ییوف په مشرۍ له راغلي ازبیک پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۳:۴
5U2A0569

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړرتبه امارتي مسوولینو د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۷مه نېټه د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال محترم جمشید خوجه ییوف په مشرۍ له راغلي ازبیک پلاوي سره چې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو استازو پکې حضور درلود، د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په دغه لیدنه کې دواړو لورو په سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په اړه هراړخیز بحث وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ازبیکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ ښيي چې زموږ دوه اړخیزې اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي او په دې سره به وتوانېږو چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې د سیمې په ترانزیټ کې مرستندوی رول ولوبوي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره مو د لویو لارو پر بیارغونې سربېره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې دا به د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو په نښلولو کې ارزښتناک رول ولوبوي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د مرکزي آسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه د ازبیکستان له مسیرونو څخه زیاته استفاده کوي. په دې مسیر کې د افغانستان پر محمولو باندې ترانزیټي فیس د نورو مسیرونو په مقایسه لوړ دی چې موږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.  د محترم ملا صاحب په خبره، ددې لپاره چې افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ متوازن بېلانس ولري ښه ده، چې ازبیکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ زیات شي او په دغه برخه کې ازبیکستان د افغانستان لپاره د ځانګړو ترجیحي تعرفو په نظر کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي. د ازبیک پلاوي مشر محترم جمشید خوجه ییوف د خپلو خبرو پر مهال وویل، ازبیکستان له فغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، رېل پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، اوبو مدیریت او کانونو په برخه کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغه برخه کې به د دواړو لوري تخنیکي کمېټې په ګډه سره کار وکړي.  محترم خوجه ییوف زیاته کړه، ازبیکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبیک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درېیو میلیاردو ډالر ته ورسېږي. نوموړي همدا راز وویل چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې، په نېږدې راتلونکي کې به تاشکند کې افغاني محصولاتو نړېوال نندارتون جوړ کړي او همدارنګه چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.  د غونډې په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات له زلزله ځپلو سره د ازبیکستان له بشري مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۷:۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۷:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د درېیو مهمو فابریکو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د ایتوک فارما او افغان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه. په همدې. . .

BACK TO NEWS