افغانستان

په بلاروس کې د سړې هوا له امله د دوو پخوانیو افغان پوځیانو مړینه

دوه افغانان چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې غوښتل له قاچاقي لارې جرمني ته ولاړ شي په بلاروس کې د سړې هوا له امله مړه شول.

د افغانستان د مخکینۍ ملي اردو یوې سرچینې چې په بلاروس کې د پولنډ له پولې د تېرېدو په تمه دی آمو ته وویل چې ددغو دوو تنو په نومونو نه پوهېږي. خو ټینګار یې وکړ چې دواړه مخکیني پوځیان وو او د جمعې په شپه د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

که موږ ته پام ونه شي د یخنۍ او لوږې له امله ټول ژوند له لاسه ورکوو

د افغانستان د مخکیني نظام د ملي اردو او پولیسو کابو اتیا پوځیان چې د هېواد له سقوط وروسته یې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې وه د بلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي.

یو شمېر دغه پوځیان د روان میلادي کال د دسمبر په ۲۲مه آمو ته د تصویرونو په استولو سره وايي چې د نظام له سقوط او د محدودیتونو په زیاتېدو یې تصمیم ونیوه چې له قاچاقي لارو جرمني ته ولاړ شي.

دغه پخوانی پوځي د طالبانو او د پولنډ او بلاروس پولیسو له خوا د پېژندل کېدو له وېرې یې نه غوښتل نوم په راپور کې واخیستل شي ټینګار کوي چې څو ځله یې د بلاروس له پولې د پولنډ او له هغه ځایه د جرمني په لور د تلو نیت کړی و، خو د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي او «وهل ټکول» شوي دي.

هغه وویل: «د پولنډ پولیسو موږ ونیولو او بېرته یې د بلاروس سرحد ته راوستو. کله چې د بلاروس پولیسو موږ ونیولو بېرته یې د پولنډ پولې ته راوستو او وې ویل ولاړ شئ، پولنډ ته. دا کار څو ځله تکرار شو. دوی موږ ته وویل چې تاسو د پولنډ پولې ته بیایو او تاسو بېرته راځئ؟ موږ ورته وویل چې موږ د خوړو او څښلو او اغوستو لپاره څه نه لرو او نه شو کولای چې ولاړ شو. خو د بلاروس پولیسو موږ ته وویل چې تاسو بیایو چې ومرئ.»

هغه زیاته کړه: «د طالبانو په مرمۍ مړه نه شوو، خو اوس ښايي د سړې هوا له امله مړه شو.»

هغه د بلاروس او پولنډ د سرحدی ځواکونو له ناوړه چلنده په شکایت سره د بشري حقونو له بنسټونو او ملګروملتونو سازمان څخه غواړي چې په پوله راګیر شویو پخوانیو افغان پوځیانو وضعیت ته پام وکړي او دوی له مرګه وژغوري.

یو بل پوځي له آمو سره په خبرو کې وایي چې دوی د اوسېدو لپاره ځای نه لري او د واورې اورېدل د دوی په وړاندې لویه ستونزه ده.

هغه د یوه عکس په رالېږلو سره چې دوې ورځې مخکې ثبت شوی آمو ته وویل: «د طالبانو په مرمي مړه نه شوو، نامرده نه وو، خو هغه څه مو چې په زړه کې پاتې دي دا دي چې ووایي وتښتېدل ترڅو ژوندي پاتې شي، له یخنۍ او سړې هوا مړه شول.»

هغه وویل: «د خوړو لپاره مو څه نه لرل، دوې ورځې او دوې شپې مو یوازې واوره وخوړه او یو شمېر خو آن اته ورځې کېږي چې د بلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي او خواړه یې یوازې واوره وه او نور څه نه لري. قاچاق وړونکي هم پر موږ څارنه کوي. که پوه شي چې موږ پوځیان یو موږ د بلاروس پولیسو ته تسلیموي. دوی دوې ورځې مخکې یو تن مسکو ته ستون کړ او پنځه کاله نور نه شي کولای بلاروس ته راشي.»

له افغانستانه تر بلاروس پورې

یو پخوانی پوځي وایي چې د هغه او نورو کسانو لپاره چې له دوی سره په بلاروس کې بلد شول د ناقانونه سفر تر ټولو ساده انتخاب، د سفر پیلول او تر روسیې رسېدل وو.

هغه وویل چې زیات شمېر پخواني پوځیان د سفر په لومړیو کې وتوانېدل چې د روسیې وېزې ترلاسه کړي او په دغو وېزو ایران او له هغه ځایه روسیې ته ولاړ شي.

دغه پخواني پوځي ټینګار وکړ چې روسیې ته له رسېدو وروسته، درې ورځې په دې هېواد کې پاتې شوو او له یو شمېر نورو پوځیانو سره چې له هغه مخکې روسیې ته رسېدلې وو یو ځای شوی دی.

نوموړی وایي چې د انسان قاچاق کوونکو له پوځیانو له شپږو تر نهه زره ډالر اخیستي دي.

دغه پخواني پوځي زیاته کړه: «له روسیې بلاروس ته د قاچاق کوونکو له خوا ناقانونه راغلو، کله د بلاروس او کله هم د پولنډ پولیسو له خوا نیول کېږو او د پولنډ پولیس اجازه نه راکوي چې د جرمني په لور حرکت وکړو. دواړه لوري پولیس له موږ سره ښه چلند نه کوي. موږ د بلاروس پولیسو ته وویل چې موږ پوځیان یوو او له ناټو ځواکونو سره مو ګډ کار او دنده ترسره کړې، پولنډ هم په ناټو کې شامل دی او سلاکاران هم وو سره له دې دوی موږ ته اجازه رانه کړه.»

دغه پخوانی پوځي وایي چې په بلاروس کې هېڅ بشري سازمان او د بشري حقونو بنسټ نشته چې دوی ته د ډوډۍ، جامو او درملو په شان لومړنۍ مرستې برابرې کړي.

هغه پوځیان چې اروپا ته د رسېدو لپاره روسیې ته ځي باید له ناقانونه لارو «قاچاقي» لارو ځانونه جرمني ته ورسوي.