د اونۍ خبره: آیا د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ واقعا د افغانستان په خیر دی؟!
07/12/2023 |

Print


د جولای په درېيمه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ هیئت (UNAMA) خپل ستراتیژیک چوکاټ د UNSF – Afghanistan تر سرليک لاندې اعلان کړ. دغه ستراتيژیک چوکاټ د افغانستان د همغږۍ له ډلې (ACG) سره په مشوره او همغږۍ چمتو شوی چې امریکا، کاناډا، انګلستان، استرالیا، اروپايي ټولنه، نړیوال سازمانونه، مدني ټولنه، د سیمې هېوادونه، اسلامي پراختیايي بانک، آسیايي پراختیايي بانک (ADB)، نړیوال بانک(WB)، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او د ملګرو ملتونو بېلابېل ارګانونه د یادې ډلې غړي دي.
دغه چوکاټ به له اسلامي امارت سره د کارنده تعامل لپاره د عملیاتي تګلارې په توګه رول ولوبوي. په دې توګه چې ټول غربي هېوادونه او نړیوال سازمانونه به د راتلونکو درېیو کلونو لپاره خپل پروګرامونه د همدغه چوکاټ پر بنسټ جوړ کړي. جالبه دا ده چې د ستراتيژیک چوکاټ او  پالیسیو لحن د اسلامي امارت پر وړاندې ډېر مثبت او جوړوونکی دی، خو د نړیوالو بنسټونو د راپورونو ادبیات معمولا زشت او ګواښونکي وي؛ په دې معنا چې د امریکا او غرب د تنبیه او تشویق د پالیسۍ روحیه د هغوی په سیاسي متنونو کې ښکاره لیدل کیږي. د دغه ستراتيژيک چوکاټ لحن هم نرم او جوړوونکی دی او په داسې توګه چمتو شوی چې هم د خلکو او هم د اسلامي امارت د چارواکو د پام وړ وګرځي. هڅه کوو چې په لنډه توګه د دغه چوکاټ اساسي محتوا او تر پردې شا موخې یې و څېړو.
دغه چوکاټ پر درېیو اساسي لومړیتوبونو ټینګار کوي؛ چې هر یو لومړيتوب يې ځانګړې پايلې، موخې او د تطبيق ځانګړې لارې چارې لري. دغه درې‌ګوني لومړيتوبونه او ځانګړي ډګرونه یې په لاندې ډول دي:
1-د بنسټیزو خدمتونو چمتو کول – لکه د ښوونې او روزنې، روغتیا، تغذیې او ټولنیز خونديتوب.
2-د اقصادي فرصتونو رامنځته کول / د معیشت تأمين- د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول او کارموندنه.
3-د بشري حقوقونو د ارزښتونو بنسټیز کول – ټولنیز برابروالی، ټولشمولوالی، جنسيتي برابري، بشري حقونه او د قانون حاکميت.
د دې تر څنګ، په دغه چوکاټ کې څرګند ويل شوي چې پورته درې ګوني لومړيتوبونه به د حقوق بشري کړنلارو، د جنډر پر اساس ولاړ روش او د ملګرو ملتونو د اساسي ارزښتونو او اصولو سره تحقق ومومي – يعنې د دغه چوکاټ اساسي روح او جوهر د حقوق بشري ارزښتونه او د ملګرو ملتونو منشور تشکيلوي. په حقيقت کې لومړني دوه لومړيتوبونه د درېيم لومړيتوب د تحقق ـ چې د ملګرو ملتونو ارزښتونه تعقيبوي ـ لپاره په کار اچول شوي دي.
له بله اړخه دغه چوکاټ په داسې ماهرانه توګه طرحه شوی، چې نه يوازې د افغانستان يو شمېر خلکو يې استقبال وکړ، بلکې ان د اسلامي امارت د رهبرۍ ځينې غړي هم په دې فکر کې شوي چې څنګه له هغه څخه د افغانستان او افغانانو په ګټه استفاده وشي. په داسې حال کې چې دا ستراتيژي په افغانستان کې د لويو دولتونو د سياسي اجنډا او ستراتيژيکو موخو د تحقق لپاره طرحه شوې ده. لکه د يوناما د مرتستيال مارکس پوتزل د وينا پر اساس د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوناما ته رسماً ماموريت سپارلی چې له افغانستان سره نږدې تعامل جوړ کړي. بناءً د دغه چوکاټ د پردې تر شا موخو له ډلې يوه يې دا ده چې ستر دولتونه لکه امريکا، کاناډا، انګلستان او اروپايي اتحاديې سره په افغانستان کې د دوی د سياسي موخو په لاس ته راوړلو کې مرسته وکړي. ځکه دا موخه له اسلامي امارت سره له نږدې تعامل پرته لاسته نه راځي. دغه راز د دغسې چوکاټ تدوين او «په افغانستان کې شته بحران ته رسيدګي» تر عنوان لاندې پلانونه د ملګرو ملتونو سازمان تر چتر لاندې په افغانستان کې د غربيانو د سياسي نفوذ د تقويت له لارو څخه ده. نو بايد يادونه وکړو چې دا ستراتيژيک چوکاټ د لاندې دلايلو پر اساس  نه د افغانستان د ولس په خير دی او نه هم اسلامي امارت کولی شي چې له هغه څخه د افغانانو په ګټه استفاده وکړي:
له اسلامي شريعت سره د دغه چوکاټ ټکر:
د امريکا په مشرۍ او له ملګرو ملتونو سره په مستقيمه همغږۍ د غرب ستره اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې نړيوال اوسني ارزښتونه او د ملګرو ملتونو منشورات وساتل شي. دوی د دغو موخو لپاره نه يوازې چې پر اسلامي امارت رواني، سیاسي او رسنيز فشارونه راوړي، پر دې سربېره د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره په مختلفو قالبونو کې خپلو سياسي مرستو ته ادامه ورکوي. دغه ارزښتونه (د بشر حقونه، ازادۍ، ډيموکراسي، همپالنه/کثرت ګرايي، يو بل منل/ همګرايي، ټولشمولوالی، جنسيتي برابري، ټولنيز عدالت او د قانون حاکميت) په حقيقت کې د غرب شريعت دی او غرب دې ته تيار نه دی چې له اسلامي امارت سره په تعامل کې ترې تېر شي. دوی د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره د هڅو له لارې غواړي چې نننی افغانستان په تېر شل کلن افغانستان بدل شي؛ چې په هغه کې مطلق حاکميت د ډيموکراسۍ او جمهوريت وي! نو د دغه چوکاټ اصلي موخې، چې د غرب ارزښتي او فرهنګي ابعاد دي، خورا خطرناکې دي او له اسلامي شريعت او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري. د دغه چوکاټ تطبيق په حقيقت کې د اسلامي ارزښتونو د پيکه کېدلو لامل کېږي او په بدل کې يې سيکولر ارزښتونه په دې خاوره کې تقويه کېږي.
خطرناک غربي اصطلاحات:
جالبه دا ده چې غرب تل د ملګرو ملتونو په مرسته هڅه کوي چې خپلې غوښتنې او خپل ليدلوري په ډېر څرګند ډول د اسلامي امارت مقاماتو او افغان ولس ته ورسوي. د بېلګې په توګه؛ کله چې دوی د ټولشموله او ولسي حکومت په اړه خبرې کوي، موخه يې هماغه سيکولر نظام او ډيموکراسي ده. کله چې د Social Cohesion (ټولنيز يو بل منل) په اړه غږيږي، موخه يې د دين، افکارو، جنسيت او نورو په نظر کې نه نيولو سره د ټولنې ټولو قشرونو ته رول ورکول دي، داسې چې يو ټرانس‌جنډر او همجنسپال هم وکولی شي د اسلامي امارت د رهبرۍ پوست ترلاسه کړي. کله چې دوی د Sexual Minority «جنسيتي لږکيو» په اړه خبرې کوي، موخه يې د LGBTQA+ «همجنسپالانو او ټرانس‌جنډرانو» د حقونو تأمين دی. دوی له موږ سره د خپلو باطلو ارزښتونو او ناولو اصطلاحاتو په اړه واضح خبرې کوي؛ په داسې حال کې چې اسلام موږ مکلف کړي يو چې نور خلک د الله دين ته راوبولو او پرېنږدو چې نور خلک موږ ته مکلفيتونه وټاکي.
يوه بله اصطلاح چې په دغه چوکاټ کې يې نوم ياد شوی Rule of Law «د قانون حاکميت» دی. دا اصطلاح چې ظاهرا ښکلې معلومېږي، خو د ملګرو ملتونو او د امريکا په مشرۍ د غرب موخه هېڅکله په افغانستان «د قانون حاکميت» څخه د «اسلامي قانون حاکميت» نه دی. د دوی له ديده د قانون د حاکميت موخه د نړيوال قانون، ملګرو ملتونو د منشور او په اوسنۍ نړۍ کې د حاکمو سيکولر نورمونو په برخه کې د پوهاوي رامنځته کول دي چې د افغانستان داخلي قوانين او بهرنی سياست له نړيوالو قوانينو سره په مطابقت تدوين شي. دوی په تېرو شلو کلونو کې د نړيوالو بنسټونو له لارې په افغانستان کې دغه پديده تطبيق کړې ده. بناءً «د قانون حاکميت» په افغانستان کې د اسلامي شريعت او حدودو د تطبيق مانع کېږي.
دغه چوکاټ د اسلامي امارت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي:
د فعلي حکومت اساسي مکلفيت او مسوليت دا دی چې نه يوازې اساسي خدمتونه؛ لکه تعليم او تربيه، روغتيا، تغذيه او رواني او اجتماعي امنيت د دې خاورې د اتباعو لپاره برابر کړي، بلکې پر دې سربېره بايد اقتصادي فرصتونه؛ لکه د کاري فرصتونو برابرول، او د خلکو د معيشيت د تأمين لپاره پرمختګ هم رامنځته کړي. که اسلامي امارت د دغو مسوليتونو په ترسره کولو کې پاتې راشي، دا کار په اوږدمهال کې د امارت سياسي اعتبار او د داخلي هويت د کمېدو لامل کېږي. فرضاً که ملګري ملتونه له نړيوالو بنسټونو سره په همکارۍ د دغه چوکاټ په تطبيق سره د فعلي حکومت مسوليت پر غاړه واخلي، نو د زيانمنو او مرسته وړ افغانانو هويت او باور به پر نړيوالو بنسټونو زيات شي که پر اسلامي امارت؟ پرته له شکه چې د خلکو هويت او باور به پر نړيوالو بنسټونو زيات شي، چې په پايله کې يې اسلامي امارت د خلکو په منځ کې خپل دا خلي هويت او اعتبار له لاسه ورکوي. ځکه دا چوکاټ به په افغانستان کې تقريبا يو موازي دولت ته ورته شی تقويه کړي.
دا چوکاټ د اسلام په اړه د خلکو هويت کمزوری کوي:
د اسلامي امارت رهبرۍ په ځلونو د افغانستان خلکو ته بيان کړي چې د اسلامي امارت په بيا راتګ سره اسلام په ټول افغانستان کې تحکيم شوی دی. که چېرې اسلامي امارت خپل اساسي مکلفيتونه او مسوليتونه ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو ته وسپاري، دا چاره نه يوازې چې د اسلامي امارت حيثيت ته زيان رسوي، بلکې ان د دې باعث کېږي چې خلکو ته په دې اړه چې، اسلام د ستونزو او بحرانونو د حل لپاره حللارې او ځواب لري، شک پيدا کېږي. که خدای مه کړه داسې احساس په خلکو کې رامنځته شي، په دغه صورت کې له اسلامي امارت سره د خلکو فاصله زياتېږي او په مقابل کې به يې خلک له نړيوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه استقبال وکړي چې دا به په افغانستان کې د دوی د سياسي نفوذ د تقويې لامل شي. دا چاره په نهايت کې خلک د اسلام پر حللارو بې باوره کوي.
اسلامي امارت په دغه چوکاټ کې يوازې د نظارت کوونکي رول لري:
په دغه  چوکاټ کې واضح ذکر شوي چې دا پلان د افغانستان د خلکو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره طرح شوی او د فعلي حکومت مقامات ترې په مستقیم ډول مستفيد کېدلی نه شي. په دې معنا چې اسلامي امارت به يوازې د تسهيل کوونکي او نظارت کوونکي رول لوبوي. پر دغه اساس ملګري  ملتونه د دغه چوکاټ د تطبيق په برخه کې د اسلامي امارت رسمي ادارو ته فعال نقش نه ورکوي. ممکن ځينې تفاهم‌ليکونه (MoU) او رسمي قراردادونه له اسلامي امارت سره لاسليک کړي، تر څو نړيوال او داخلي بنسټونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په نيابت د دغو ماموريتونو دتطبيق اجازه ترلاسه کړي.
غرب د دغه چوکاټ له لارې موږ خپل (د دوی) شريعت ته دعوت کوي:
ملګري ملتونه د دغه چوکاټ په تطبيق سره نه يوازې د افغانستان خلک، بلکې اسلامي امارت هم د غربي شريعت منلو ته دعوتوي چې عبارت له بشري حقونو، ډيموکراسۍ، ټولشمول حکومت او د قانون له حاکميت څخه دی. ځکه د دغه چوکاټ په مطالعې سره دې پايلې ته رسېږو چې  د پورته دوو لومړيتوبونو «خدمات رسونه او د اقتصادي فرصتونو ايجاد» تطبيق په هغه صورت کې ممکن کېږي چې درېيم لومړيتوب «د دوی سيکولر او ارزښتي غوښتنې» تحقق ومومي. په همدغه دليل دوی ويلي چې د بشر حقونه، جنډر  او د ملګرو ملتونو ارزښتونه د دغه چوکاټ ستنې او روح تشکيلوي. بناءً دغه چوکاټ د دې پر ځای چې واقعاً د افغان ولس ستونزې حل کړي، تر دې ډېر افغانان له غربي شريعت سره اشنا کوي او هغه ته يې دعوتوي.
په پايله کې ويلی شو چې ملګرو ملتونو په تېرو شلو کلونو کې په مسلسل ډول هڅه کړې چې په دې جغرافيه کې د سترو استعماري او ښکېلاکګرو دولتونو نفوذ او ګټې خوندي کړي. دغې ادارې له لويو تمويلوونکو دولتونو لکه امريکا، انګلستان، المان، کاناډا، هند او جاپان څخه ميلياردونه ډالر ترلاسه کول، تر څو غربي فرهنګ او ډيموکراسي په افغاني ټولنه کې ترويج کړي. پوښتنه دا ده چې که چېرې د ملګرو ملتونو او هغه ته ورته سازمانونو ستراتيژيانې او چوکاټونه په رښتيا د افغانستان د پرمختګ لپاره وي، نو غوره ده چې د عقل خاوندان د افغانستان د تېرو شلونو کلونو د تاريخ پاڼې واړوي. نو په صراحت سره ويلی شو چې دوی د دغه ستراتيژيک چوکاټ په ظاهري پوښښ «د افغانانو ستونزو ته رسيدګي» سره په اصل کې غواړي چې په دې خاوره کې د سترو دولتونو سياسي موخې او ګټې خوندي شي، اسلامي امارت اوسني سيکولر نړيوال نظم ته پابند شي او غربي او حقوق بشري ارزښتونه بيا ځلې په افغانستان کې عام او خپاره شي.




   ارسال نظر