چهارشنبه, جون 5, 2024
Home+امر ثاني که امر دایمي؟| پوهندوی آصف بهاند

امر ثاني که امر دایمي؟| پوهندوی آصف بهاند

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

څوک دې قلم راکړي کتاب دې راکړي

په ما کې څه کم دي جواب دې راکړي

(سعود)

څنگه چې پخوا هم څو ځلې ویل شوي وو، چې د افغانستان د پوهنې وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، په هېواد کې دننه او د باندې د نوي نسل د روزلو پلویان څو ځلې په دې باب خپلې اندېښنې څرگندې کړې دي. څه موده پخوا په سویس هېواد کې په یوه غونډه کې داسې ویل شوي وو:

«سویس کې د بشري شورا د دوه پنځوسمې غونډې په څنډه کې د شوې ناستې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نړۍ په هیڅ هېواد کې هم د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی…

د غونډې نورو ویناوالو هم افغانستان کې د شته بشري حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو د نجونو د منع کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د هغو وګړو د پرېښودو غوښتنه یې وکړه چې د زده کړو سره په تړاو د خپلو فعالیتونو له امله نیول شوي دي.

ګډونوالو نیوکې کولې چې د افغانستان اوسمهالي واکمنان دغه هېواد کې د شته نورو جدي ننګونو هواري ته د پام اړولو پر ځای ورځ تر بلې پر ښځو او د نجونو پر زده کړو محدودیتونه زیاتوي.

افغانستان کې پر زدکړو د محدودیتونو سر بېره د نصاب بدلولو په تړاو د طالبانو پرېکړې هم د ویناوالو بله اندېښنه وه.

غونډه کې افغان نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو پر نورو لارو چارو هم ټینګار وشو.

طالبان وايي د نجونو د منځنۍ، لیسې دورې او پوهنتوني زده کړو د دوی بندیز دایمي نه دی او نجونو لپاره د د دوی په وینا د زده کړې د مناسب چاپېریال په برابرولو کار روان دی.

د نجونو پر زدکړو له لګېدلې محدودیته دا دی څه د پاسه یو نیم کال تېرېږي خو دوی لا تر اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د بېرته پرانیستنې لپاره د یوې نېټې په ټاکلو او اعلانولو کې پاتې راغلي.»

خو نوي واکداران نه کوم ملي ــ مذهبي قوانین مني او نه هم نړیوال معیارونه، بس خپل ډول ته نښتي دي او درزوي یې. سره له دې چې د نویو واکدارانو په منځ کې هم د نجونو د تعلیم پلویان شته، خو د هغوی خبرې هم بنسټپال طالبان نه مني. د طالبانو په منځ کې عباس ستانکزی یو له هغو کسانو نه دی چې هرکله پر ستیژ باندې غږېدلی دی، د افغانستان د نوی نسل د تعلیم یادونه یې کړې ده او د نجونو پر تعلیم یې هم څو ځلې ټینگار کړی دی. د ده وروستۍ څرگندونې د تعلیم په باب د ده ښکاره دریځ بیاناوه او د نجونو د زده کړو په اړه د طالب مشرانو د وېشل کیدو دراز افشا هم په کې له ورایه ښکارېده. دا یې د رپوټ یوه برخه ده:

«تاند: (چارشنبه، د حمل ۹) د طالبانو د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د نجونو د زده کړو پر سر د طالب مشرانو د وېشل کیدو خبره تایید کړې ده.

نوموړي په یوه رسنیز شوي ویډیو کلیپ کې ویلي: باید د “علم دروازې” د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ و نه تړل شي.

ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال وویل: “په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دی.”

  ستانکزی وايي، “دی او ملګري یې هڅه کوي” چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي…»

په افغانستان کې تر شپـږم ټولگي پورته، د نجونو د ښوونځیو پر تړلو باندې د طالبي امر ثاني نه پوره کېدل داسې حالت راوستی دی چې څومره وخت تېرېـږي، دا موضوع هغومره سړېـږي او هېرېـږي پسې. دا اندېښنې له ټولو افغانانو سره په زیاتېدو دي، په تېره بیا له فرهنگیانو سره چې دا موضوع که همداسې هېره شي، نو د افغانستان نوی نسل به د تباهۍ کندې ته نور هم پورې وهل شي.

د همدې ستونزو په باب یوه فرهنگي جان‌اغا بهار خپلې اندېښنې داسې څرگندې کړېدي:

«له بدمرغه د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو موضوع ورو — ورو سړیږي، د خلکو له ذهنونو لیرې کیږي. له سترګو لویږي. بحثونه، مرکې، راپورونه او خبرونه یې نور د نشت طرف ته تقرب کوي. دا لوی ناورین دی چې هیریږي. تاریخ به د افغانستان نارینه طبقه هېڅ ونه بخښي، دوی خپلې خویندې، لوڼې او د ټول وطن ښځینه قشر په یو سخت او تر جبر لاندې حالت کې«یوازې» پرېښود!»

په افغانستان کې نجونې له تعلیم نه محرومولو د پایلو په باب د افغانانو د اندېښنو په اړخ کې نړیوالو هم څو ځلې دا اندېښنې څرگندې کړېدي چې: «په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونه د یو نسل ظرفیتونه ګواښي.»

د ملگرو ملتونو یونسکو ادارې خپلې اندېښنې داسې څرگندې کړېدي:

«تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د رژیم له لوري،  له زده کړو د نجونو او ښځو محرومیت د دوی د نسل ظرفیتونه له نابودۍ سره مخامخ کوي.

د یونسکو په اعلامیه کې زیاته شوې: د هر هېواد د پرمختګ لپاره تعلیم یافته ښځې اړینې دي.

سرچینه غوښتنه کوي، چې په افغانستان دې له زده کړو دغه محروم شوي نیمایي نفوس ته بیرته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

یونیسکو ټینګار کوي، چې د نجونو له زده کړو پرته هیڅ هېواد او له هغې ډلې افغانستان پرمختګ نه شي کولای.

یونسکو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو اوسني وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې اوس مهال ۸۰ سلنه نجونې او ځوانې نجونې د ښوونځي په عمر کې د زده کړو په مرکزونو کې د ګډون زمینه نه لري او په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې له سره ان لومړنۍ زده کړې هم نه کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې او نورې ټولې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو را ګرځولې دي…»

د افغنانو او نړیوالو اندېښنې هله مخ په ډېرېدو شوې چې د افغانستان په سړو سیمو کې د تعلیمي کال په پیل کې بیا هم طالبانو تر شپـږم ټولگي پورته نجونې او د پو هنتون ښځینه محصلین ټولگیو ته پرېنښودې.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت په داسې حال کې د نوي تعلیمي کال پیل اعلان کړ، چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونو زدکوونکو ته بیا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې…»

او د همدې رپوټ په بله برخه کې بیا داسې راغلي دي:

«بل پلو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونسیف ویلي له دې امله په ژوره توګه خواشیني شوي چې په افغانستان کې چارواکو یو ځل بیا اجازه ونکړه چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د یونسیف په وینا د نجونو د ثانوي ښوونځیو د تړولو پرېکړې چې په وینا یې هېڅ جواز نه لري د څه باندې یو میلیون نجونو هیلې له مینځه وړي او په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د تخریب یو بل بدمرغه پړاو په ګوته کوي…»

اوس افغانان او نړیوال هکپک دي چې:

ــ دا څه ډول امر ثانی دی چې موده یې هېڅ نه بشپـړېـږي؟

ــ دا څه ډول ډاډه چاپېریال دی چې د نجونو د تعلیم لپاره نه برابرېـږي؟

ــ  دا څه ډول ځانگړی تعلیمي نصاب دی چې پر بیا کتنه باندې یې میاشتې نه، بلکې کلونه لگېـږي؟

4 COMMENTS

  1. د محترم بهاند صاحب نه په منڼې سره باید ووایم چي ډاډه چاپیریال یواځې د طالب لپاره نه د ټول
    ملت لپاره بیا بالاخص د خویندو د تعلیم او کار لپاره د حکومت وظیفه او مسئولیت دی ،نصاب کی
    هم داسی څه مشکل نشته چي تعلیم ودرول شی ، فقط ملاوزیر صاحب دی ووایی چي په دغه مضمون کی دغه ځای د دین سره ټکر لری ، معلمین دی اصلاح کړی یا تر امر ثانی پوری دغه ټکې
    له تدریس نه صرف نظر وکړی، حال داچي په ټولو مضامینو کې دوه سلنه داسی څه نشته او که فرض محال لس سلنه هم وی یو مومن متخصص وزیر د جزئی اصلاح په ځای تړلو ته هیڅکله هم
    ترجیح نه ورکوی ځکه وخت او تعلیم د انسان لپاره په اتفاق کامل حیاتی ارزښت لری ۰
    ورنه مصداق د یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم رامینځته کیږی، او دا دریځ اسلامی ارزښت نلری او خبره ځی د تعصبات جاهلی او بد معاشی خواته۰
    او که د مسئلی په حل نه پوهیږی د جهان اسلام له معتبرو علماوو پوښتنه وکړی قرانکریم همدا وایی؛
    فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ، دین خو همدا دی ، که امر ثانی منافقت نه وی ،دې نه وروسته خو وحی نه راځی او دا دریځ نه دینداری ده، نه غیرت بلکی د انسانیت شرمول دی ۰

  2. انډیوالانو زه دومره پړ پړې نشم لیکلی ، پښتانه وروسته پاتې جاهلان دي خو دغه اسلام عربي تحفې له دوی څخه نور هم خره او ځناور جوړ کړي دي، زما هغه شیان په یاد راځي چې له خپله اصل او نصب نه یې پښېمانه کړی یم ! پښتون خو ښځې خر ځوي ، دانسانیت حقوق نه ورکوي درې او څلور بی بی ګانې روا دي ! خر پښتون طالب یې نور هم په څنګ کې ولاړ د انسانیت لاره یې په ښځو تړلې او د سیکس غلامانې ترې جوړوي ! داد احمق زامن د بې علمه قواعدو او تحقیقاتی تجربوی او مادی تحقیقاتو فرق نشی کولی ! جهالت ټول پر مختګونه بند کړي او دبندېدو اله یې دغه فاسد اسلام او جاهل د بشریت دښمن ملا او طالب خنخیران دي !

  3. دا خلک چی هسی هوایی فیرونه کوی لا دښځو دمشکل غټولو کوشش کوی. کله چی کفر او ملحد دښځو په سر امارت ورانوی نو بیا دا خپله دآزادی او استقلال خبره کیږی. هغه کسان چی دښځو د حقوقو ترنامه لاندی الحاد غواړی نو یو مسلمان یی باید ملاتړ ونکړی.
    دا دښځو دحقوقو مدافعین اوس هم دامریکا او بین الملل خبری کوی. ته به وایی چی په هغوی یی ایمان راوړی دی. ولی دپردو خبرو ته غوږ ونیول سی. دپوهنتون استاد هم فکر نسی کولی چی مشکل ته ملی او داخلی حل پیدا کړی. دا کسان دهغی پښتنی افغانی دفکر کولو توان نلری کومی چی په سلهاو ښځو ته دکار زمینه برابره کړی. کنه دا دپوهنتون پردی پروره اوستاد باید لیږ خجل سی چی یوی عامی میرمنی دحل لیاره پیدا کړی خو د پوهنتون استاد هسی پردی بابولالی وایی.
    زه اوس دی نتیجی ته رسیدلی یم چی دښځو په نامه غلیمان خبری کوی او دوی که هرڅه ووایی زه به بیا هم دامارت ملاتړ وکړم ترڅو شرایط نوی سم سوی.
    نن به یو حق ورکړی سبا به بل او اخر به هغه دکفر حقوق غواړی. همدا دکفارو چلونه دی چی دمسلمانانو هر کار سره دښمنی لری ولو که هغه دانسانانو دحقوقو او ژوند په بیه وی.
    سم حل پیدا کړی. دنصاب، دځای، دترانسپورت، دپیسو او اقتصاد، دعام ذهنیت، او اسلامی تربیی خبری ټولی باید په نظر کی ونیول سی او بیا یو حل پیشنهاد سی. که دا ونه سی هم خبری هوایی دی او استادان.
    افغانستان باید دامریکا په څیر جوړ نسی چی هلته دنر او ښځی دښمنی دانسان دنسل دوام ته خطر جوړ کړی. امریکا دښځو حقوقو ویچاړه کړی او افغانی نرښځیان هغه په افغانستان کی غواړی. نه نه کفری بشری حقونه هیڅ وخت باید افغانستان ته رانوړل سی.

  4. ثابته متحرک شې چې فکر د کار وکړي تر څو چې له دیني دیکتاتوري او مزخرفاتو خلاص شې!
    منافقینو تاسو د ښځو له تعلیم او کار څخه یوه دیلېمه جوړه کړې ده چې په منافقت او درواغو یې نوره هم نوې کوۍ او تمدیده وۍ یې! له هغه دین چې ته اوملګري دې عقیده لرۍ خلاف عمل کوۍ ، نه پښتو لرۍ نه شرم او نه حیا !
    ستا سو دا منافقت او درواغ ستاسو په دین کې هم ځای نلري خو تاسو یې دخپل قدرت د ساتلو لپاره روا بولۍ ! د ښځو د حقوقو غوښتنه د بشریت غوښتنه ده چې ښځې یې نیمه برخه جوړوي ! منافقینو ستا سې مندې ښځې د ي چې ځینو مردار خورو نرانو په زور بې له خوښې اورضا یې ورسره یوځای شودی او بیا جاهل طالب ترې پیدا شوی دی . تاسې د هغې موراو خوراحترام نلرۍ چې په سلګونو کالونو د اسلام په نوم جنسي تجاوز پرې شوی دی، زنا، زور اوزیاتی ورسره شوی اود ستاسوهغې فاسدې متنفرې مفکورې ټول مسئولیت د اسلام ددین غاړې ته اچولی اوانساني حقوق مو ټول ترې صلب کړي دي !!!
    ستا سو په درواغو او منا فقت زه دیوو پښتانه په دود شر میږم ، کاشکې تاسو داسې جاهلین په پښتنو پورې نه وۍ تړلي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب