یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+له طالبانو سره تعامل په بدو کې تر ټولو ښه غوراوى دى

له طالبانو سره تعامل په بدو کې تر ټولو ښه غوراوى دى

عبدالوحید وحید

مشروعیت او پیژندنه لا هم د طالبانو د رژیم په وړاندې چې د نړیوال منل شوي حکومت په توګه  فعالیت وکړي او په نړیوال سیسټم کې  خپل مسؤلیتونه سر ته ورسوي، د لویو او ستونځمنو فکتورونو په توګه دوام لري.  د نړۍ لخوا د یو هیواد په رسمیت پیژندل د ډیپلوماتانو په توګه د هغوى د استازو منلو ته لاره هواروي، له نورو هېوادونو سره ورته د تړونونو وړتیا برابروي د مرستو او پراختیايي پروژو ترلاسه کولو اهليت وربښي او په بهر کې خپلو شتمنیو ته د لاسرسي مشروعیت ورکوي.

طالبان پوهېږي چې له مشروعیت او پېژندګلوۍ پرته به په اغېزمنه توګه خپل حکومتي مسئوليتونه سرته ونشي رسولاى. نه د افغانانو له ملاتړه برخمن کيداى شي او نه هم د شته مهمو مالي، سیاسي او امنیتي ستونزو د هواري لپاره له نورو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې پراته خنډونه لرې کولاى شي، خو له بده مرغه هغوى د خپل محدود او مټکور ذهنیت تګلاره په کلکه تعقیبوي، په ځانګړي ډول لاهم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د تګ مخه نیسي.

د پورتنیو ټولو خنډونو او ستونځو له شتون سره سره د افغانستان خلک او هغه هېوادونه چې له افغانستان څخه د خپل امنیت په هکله اندیښنې لري د طالبانو پر وړاندې د جګړې، د نیابتی ډلو د ملاتړ او يا هم د معمول سره سم په دښمن باندې د هوا له لارې د ګوزار کولو له ازمويل شويو ناکامو او خطرناکو تګلارو له پريښودو پرته بله غوره چاره نه لری.  د تعامل له غوراوي پرته د تاوتریخوالي پربنسټ ولاړه تګلاره په هيڅ ډول د اوسنيو بحراني شرایطو د ښه کولو لپاره اغيزمنه تګلاره نه ده.  په دقيق ډول تنظیم شوي، په کلکه توګه څارل شوي او کله ناکله د طالبانو د ښکیلتیا او سمون کچه ارزول په څرګند ډول ناوړه هڅې ښکاري مګر په بدو انتخابونو کې به خورا ښه غوراوى وي.

د طالبانو بریا په افغانستان کې یو غیرمعمولي سکون او امنیت رامنځته کړى دی.  د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې د وینې تویونې په کچه کې د پام وړ کمى راغلى دى، خو ددې مطلب قطعاً دا نه دى چې هر څه سم دي او د سمون هڅو ته اړتیا نشته.  د مشروعیت او په رسمیت پیژندلو لپاره په کور دننه او نړیواله کچه ډیر څه باید وشي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د واک په ټینګولو کې بریالي شوي او ښه بدیل يې شتون نه لري، نو لازمه ده چې دولتونه او بنسټونه له طالبانو سره د دښمني ترعنوان لاندې له هغو افغانانو سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي بشري مرستې بندې نه کړي.  تعامل او ښکیلتیا یوازې دوه اړخیز تفاهم څرګندوى د مشروعیت ستونځه جدا ده.  دغه لنډمهاله تګلاره کولی شي طالبان په تدریجي ډول د اعتدال لور ته بوځي،  د ښځینه افغانانو په زده کړو باندې لګيدلى بندیز، د بشري حقونو ساتنه، ټول شموله اداره جوړول نه يوازي د نړيوالې ټولنې لپاره د انديښنې وړ نيمګړتياوې دي بلکې افغانان يې هم په شدت سره له اوسنیو چارواکو څخه غوښتنه کوي.

البته د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه اندېښنه په سیمه کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون او امنیتي ګواښونو ستونځه ده او د افغان ولس تر ټولو لویه غوښتنه د ښځو پر زده کړو د بندیز لرې کول دي. ددغو اندېښنو د ګاونډیو هیوادونو په شمول نړيواله ټولنه   باید په کلکه د جګړې د ملاتړ يا هم د ډرون بریدونو ته له بیرته راستنیدو څخه ډډه وکړي او پر طالبانو سياسي فشار ته دوام ورکړي چې نجونې تعلیمي موسسو ته پریږدي او د دوحې په تړون کې د هغوى لخوا ترسره ژمنې په دقيقه توګه پوره کړي.

برسېره پردې، د اصلاحاتو د پیلولو په برخه کې ښکېلتیا به طالبانو ته هم د خپلو ځواکونو د مسلکي وړتيا فرصتونه برابر کړي. دا به د هغوى د لوړ ظرفیت نښه وى چې د اسلامي بنسټيزو اصولو په رڼا کې له منتقدینو څخه د زده کړو په پايله کې خپله پالیسي ترتيب پلي کړي، د انتقام اخستلو له نفسياتي رنځونو څخه راووزي او د تیر حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو ته د بخښنې فرمان د عمل په ډګر کې په واقعي توګه پلى کړي.

افغانستان په امنیتي برخه کې  د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوه کاله پخوا په پرتله د پام وړ سوله ییز دی، خو که په مؤثره توګه د اصلاحاتو رامنځته کولو له امله د نا امنیو  مخه ونه نیول شي، د جګړو او نورو ناخوالو د رامنځته کيدو لپاره د داسې لویو  ګواښونو نښې او نښانې شته چې بيا به يې هيڅ ځواک هم د مخنیوي وړتیا او توان ونلري.

په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفتونو اوسنۍ کچې او د کورنیو جګړو بدنام شاليد  ته په کتو سره طالبان د واک د پياوړي کولو لپاره له لوی ګواښ سره مخامخ نه دي، خو لا هم سترې ننګونې شته.  داسې نه بریښي چې ننګونې ژر حل شي او د افغانستان له پولو هاخوا اغیزې درلودلی شي چې همدغه اړخونه يې زموږ هېواد ته سترې ننګونې رامنځته کولاى شي.

د ستونځې په پټو استخباراتي برخو باندي نه پوهېږم خو ظاهراً د راپورونو له مخې داسې ښکاري چې طالبانو د اورپکو ډلو د کنټرول لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، لکه له صفري نقطې څخه ښارونو او د کډوالو کمپونو ته د بهرنیو وسله والو  را لېږدول، ترڅو هغوى له پولې هاخوا بریدونه ستونزمن وګرزوي او په اسانۍ سره د طالبانو د چارواکو له خوا په هغوی باندې نظر وساتل شي. خورا اړينه ده چې د افغانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو او د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو په موخه، طالبان باید خپل هغه ټول مکلفیتونه او مسوولیتونه سر ته ورسوي چې د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې یې منلي دي.

یوه حساسه سناریو چې کیدای شي د امنیت د خرابیدو لامل شي او د رامنځته کيدو مخنیوى يې هم اړين دى. هغه دا چې که اورپکي ډلې د سیمه ایزو یا نورو بهرنیو نيابتي جګړو له پالونکو څخه د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړي؛ لکه څنګه چې په تیرو دوه لسیزو کې پیښ شوي دي.  د سیمې ځینې هېوادونه کله ناکله له طالبانو ضد ډلو سره د خپلو تودو اړیکو ښودنه کوي چې يوازې د طالبانو اندېښنې یې لا پسې ژورې کړې دي.

له نېکه مرغه د امریکا، برتانیې او اروپايي ټولنې ځینو لوړ پوړو چارواکو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د طالبانو د وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کولو څرګندونې کړې دي چې باید په نيک پال وګڼل شي. د نړیوالې ټولنې له خوا د دغه ډول دریځ نیول او د هغو کسانو له ملاتړ څخه ډډه کول چې د وسله وال مقاومت له لارې د سیاسي بدلون په لټه کې دي، په حقیقت کې د هیلو نښې نښانې بلل کېږي.  دغه تګلاره د تمدن نښه، د افغانستان د عيني واقعيتونو منعکس کوونکې او له خلکو سره مرسته ده.  ښايي د سیاسي فشار په اغيزمنتوب کې مرستندویه ثابت شي. ګاونډیان، سیمه ییز او لویدیځ اړخونه د طالبانو له خوا اداره شوي افغانستان ته د ورپېښو ګواښونو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو دوی ټول د خپل امنیت اړوند شريکې او د فهم وړ اندېښنې .

افغانان او یو شمېر سیمه ییز اړخونه په محتاطانه ډول هڅه کوي چې له طالبانو سره د جګړې یوازینی حقیقي ځمکني واقعیت په هېواد کې د ثبات راوستلو وړتیا ولري.  د طالبانو له واکمنۍ وروسته لا هم مثبت بدلونونه شته، خو د اوسنيو واکمنانو د منفي او غیر واقعي چلند له امله مثبتو بدلونونو ته هم د شک په سترګه کتل کېږي.  په اوس وخت کې له طالبانو سره د خبرو اترو بل بدیل نه دی، هیله مند کيدل غوره انتخاب دی چې دغه هیواد به لا هم د افغانانو او نورې نړۍ لپاره د نړيوالې جغرافيې داسې ټوته شي چې هم په خپله سينه کې امن ولري او هم نورو ته د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

سره له دې چې طالبان له نړۍ سره د لا زیاتې ښکیلتیا هیله لري، خو له بده مرغه هغوى بيا هم خپلو سخت دریځو سیاستونو ته دوام ورکوي. د انجونو د په زده کړو باندې بنديز او ځينې نور مهم مسایل لاهم پرځاى پراته دي.   سپارښتنه داده چې طالبان په جدي توګه درک کړي چې د افغانستان له څلورو لسیزو څخه زیات تاریخ دا په ډاګه کوي چې د رژیم پر وړاندې بدیل او وسله والې مقاومتي ډلې راڅرګندیدل ډیر وخت نه نیسي.  دا د بهرنیو لوبغاړو تمایل هم په ګوته کوي چې په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ وکړي.  که هیواد بیرته د بدنامي کورنۍ جګړې په ډګر بدل هم نه شي، خو بيا به هم متأسفانه د افغانانو کړاوونه، فاجعې او ناورينونه دوام وکړي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دوحدت ، پرمختګ ، جوړجاړی ، مفاهمی او دهدایت مشروعیت نه عام وژنې او دواجب القتل فتوا ور کول . مشروعیت ښکلا او حقانیت دی نو راخی دا بحث لږ روښانه کړو
    شرع شریعت متشرعه مشروعیت؛ جقانیت ته اشاره کوی
    مشروعیت ټوکه نه ده بلکې په حاکمیت کې دتداوم ، بقاء او ثبات برخه ګڼل کیږی دمشروعیت اصلی مفهوم یعنی دکیفیت ارزښت چې مثبت اړخ ولری قانونی اعتبار تر لاسه کړی اود منلو اعتبار په تولنه کې ایجاد کړی. مشروعیت دیوه نظام څرنګوا لی دهمغې تولنې په سیاسی ،اقتصادی ، مدنی او ټولو نوروبرخوکې.
    لومړی کورنی مشروعیت دی او دکورنی مشروعیت پر بنست بیا بهرنی مشروعیت تاکل کیږی. کورنی مشروعیت بیا به درې برخو جلا کیږی:عقلانی او قانونی ،سنتی ، کاریزمایی. دمشروعیت بیلګه په لاندې ایه کې دانسانانو یووالی اوهدایت ته ارجعیت ورکوی.
    شهر رمضان الذی انزل فیه القران هدی للناس وبینات من الهدا والفرقان. سوره البقره ۱۸۵ ایة داسلام مبادی او اصول پرتعلیم تکیه لری نه اټکلی احساساتی او واهی خبو اومرکو نغارو او باجو ! دیوې متعهدې اسلامې تولنې په جوړښت او ترکیب باندې امر کوی مسلما نان سمې لارې ته رابلی او توپیرونه متمایز کوی. زموږکتاب قران کریم د قانون ډیر مستند او ثابت اصول لری دا زموږ مسولیت دی چې څه ډول له هغه څخه مشروعه ګته اخیستلای شو. دابه ومنو چی نړیوال موږ سره دومخیتوب او پیچلې معاملی کوی خو زمو مسولیت او بوهاوی د بېوزلی ولس به حساسو شرایطو کې یوازې زور از مایی اوقدرت دی چې نیوکه کوونکی واجب القتل ګڼو لاحو له ولله همدا نیمه پېړۍ جنګ او جګړو خوړلی ولس ……………………..دا تشو سیالیو او اندیوالیو دبالنې هېواد نه دی. لږ انصاف!
    بیګناه اوپټه خوله ولس ، یتیم تږی او وږی ولس تمه لری.
    وحید صاحب موږ دکاږه بار سره لنده لاره به اوږدو مزلو بدلوو اوس هم سروخت دی چې سم سوچ او به بدلون فکر وکړو کور مو ودان سوکاله او خوښ اوسی.

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      په مشروعیت باندي مى تکرارا خبره کړي ده. يقيناً د مشروعیت له خپله کوره کيږي. البته ما په عنوان کې هم ويلي دي چې تعامل او سياسي فشار له جګړو څخه په نسبي توګه ښه ده بله دا چې موږ د ښه او بد ترمنځ د ښه د انتخاب فرصتونه نه لرو بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد غوراوى ته زړه ښه کوو. بيا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب