د بشر د حقوقو نړیواله ورځ او فلسطین کې روانه ټول وژنه!

محمد جاوید فدائي

د ډیسمبر 10 مه د ملګرو ملتونو لخوا د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیه د بنسټ ورځ وه، چې له نن څخه 75 کاله مخکې د 1948 کال د ډیسمبر په 10 مه د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړو په ګډون د 58 غړو هېوادونو له جملې 48 هېوادنو لخوا په Palais de Chaillot Paris کې لاسلیک شوه.

د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه 30 مادې لري چې یوازینۍ موخه یې په نړيواله کچه د بشر د حقوقو ساتنه ده، ترڅو ټول انسانان پرته د مذهبي، دیني، نژاد، جنسیت او ملیتي توپیر په یو شان ټولو بشري حقوقو ته یوازې د انسانیت پخاطر مساوي لاس رسی ولري. د اعلامیې اساسي دعوه په نړیواله کچه انساني کرامت، مساوات او عدالت باندې را څرخیږي، ترڅو د هر انسان حقونو ته درناوی وشي او هیچا باندې ظلم و نه شي.

بالعکس په عملي ډګر کې د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه له جدي ننګونو سره مخ ده، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي (امریکا، برتانیه، چین، روس او فرانسه) د نړیوالو حقوقو د پلي کولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي.
د پنځو دایمي غړو وېټو حق (د وېټو حق د پرېکړو د مخنیوي ځواک دی، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالو سازمانونو کې د پرېکړه لیک پر وړاندې متقابل دریځ نیول دي، که څه هم د ټولو غړو هېوادنو لخوا په پراخه کچه توافق ورباندې شوی وي، په ورته حالت کې د پنځو دایمي غړو هېوادونو څخه هر یو هېواد په یوازې ځان کولای شي د 193 هېوادونو پرېکړه لیک له خنډ سره مخ کړي) یوازینی عامل دی چې د پنځو هېوادونو څخه هر یو یې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. سربېره پردې، پنځه دایمي غړي د نړۍ په نظم کې د خپل وېټو حق له لارې مهم رول لوبوي. د امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه حریفان دي چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای سره سم یې د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ او د ټولې نړۍ چارې یې په لاس کې واخیستې.

بلخوا د فلسطین او اسرائیلو د تاریخ تر ټولو اوږده شخړه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال 1917 کال د نومبر په دوهمه نېټه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر آرتر بلفور (Arthur Balfour) د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې فلسطین کې د یهودو لپاره د دایمي استوګنځي پیداکولو په موخه د برتانوي یهودي ټولنې مشر لارډ والټر روتشیلډ (Lord Walter Rothschild) ته مکتوب واستاوه، ترڅو فلسطین کې یهودو ته د استوګنځي پیداکولو ډاډ ورکړي.

د لومړۍ جګړې له پای سره سم د امریکا د جمهور رئیس ویډرو ویلسن (Woodrow Wilson) په ابتکار 1919 کال کې ملتونو لیګ رامنځته شو چې فرانسه او انګلستان یې کلیدي غړي ول. همغه و چې فرانسې او انګلستان د ملتونو لیګ یوازې او یوازې د خپلو ګټو لپاره استعمال کړ. په همدې اساس 1923 نه تر 1948 پورې فلسطین د انګلستان تر وصایت (Mandate) لاندې و. په دغه پنځه ویشت کلنه موده کې انګلستان د بلفور د اعلامیې له مخې سلګونه زره یهودان فلسطین ته انتقال کړل، په ځانګړي ډول په 1933 کال کې د هټلر له واک ته رسېدو سره سم یهودان له اروپا څخه د فلسطین په لور وکوچېدل. د 1936 نه تر 1939 پورې د یهودانو پر وړاندې فلسطیني خوځښتونه پیل شول، بالآخره په 1948 کال د مۍ په 14 مه فلسطین د انګلستان له وصایت څخه آزاد شو او په همغه ورځ اسرائیل د یو بېل دولت په حیث د اسرائیلو د لومړي وزیر ډیویډ بین ګوریون (David Ben-Gurion) لخوا د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان شو.

اسرائیل په لومړۍ ورځ د امریکا لخوا په رسمیت وپېژندل شو او بالآخره د عرب اسرائیل لومړۍ جګړه پیل شوه چې د مصر، اردن، لبنان، عربستان او سوریې په ګډون یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو هم د فلسطین ملاتړ وکړ. لنډه دا چې ملګرو ملتونو د فلسطین اسرائیل شخړې د حل په موخه څو ځله هڅې وکړې مګر په دایمي بڼه هیڅکله دا ستونزه هواره نه شوه. په 1979 کال کې د مصر او اسرائیلو ترمنځ د امریکا په ډېویډ کمپ کې د روغې جوړې تړون ترسره شو، چې په همدې اساس د عرب اسرائیلو جګړې د فلسطین- اسرائیل جګړې بڼه خپله کړه.

په 1993 کال کې د ملګرو ملتونو ترمنځ په منځګړیتوب د فلسطین اسرائیل شخړې د حل په موخه تړون لاسلیک شو چې بالآخره فلسطین د یو هېواد په توګه ومنل شو. د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو تړون یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ شو او په ځانګړي ډول د یو ویشتمې پیړۍ له پیل سره سم د اسرائیلو د سرغړونو په پایله کې د فلسطین اسرائیلو شخړو یو ځل بیا شدت وموند. بالآخره د فلسطیني مقاومت په منځ کې هم درز پیدا شو چې حماس او محمود عباس د واک په سره د خپلمنځي اختلاف ښکار شول. په پایله کې غزه د حماس او لویدیځ بانک سیمه د محمود عباس شول.

د فلسطین او اسرائیلو شخړه د 2023 اکتوبر اووم باندې یو ځل بیا ګرمه شوه. دا ځل د تېر په خلاف د حماس لخوا بریدونه پیل شول، چې په پایله کې یې امریکا په پوره ملاتړ سره د اسرائیلو مرستې ته را ودانګل چې د تېرو دوه میاشتو را پدیخوا فلسطیني ټولوژنه (جینوسایډ) په شدت سره دوام لري.

ملګري ملتونه چې د بنسټ ډبره یې د راتلونکو جګړو مخنیوی، د نړیوالې سولې او امنیت ثبات دي، چې د 1948 کال د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه یې هم د اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي د فلسطیني جینوسایډ پر وړاندې خپله دنده کې پاتې راغلل. ملګري ملتونه هر کال د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه لمانځي او خپلې لاسته راوړنې له نړۍ سره شریکوي، دا ځل د ډیسمبر لسم داسې مهال راغی چې د ملګرو ملتونو حیثیت او د بشر د حقونو اعلامیه د امریکا په قوي ملاتړ د اسرائیل لخوا تر پښو لاندې شول. په همدې اساس، د نړیوالو حقوقو د پلي کېدو پر وړاندې امریکا د خپلو ګټو د خوندیتوب او منځني ختيځ کې د سوپر ځواکونو د واک سیالۍ په موخه د ملګرو ملتونو دروغجنې دعوې او د بشر د حقوقو اعلامیه په صفر کې ضرب کړل.

په پای کې ویلای شو چې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ملتونو لیګ سازمان او د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان یوازې او یوازې د سوپر ځواکونو د ګټو د خوندیتوب په موخه تأسیس شوي دي. د دوی څخه د عدالت، مساواتو، حقوقو ته پابندي او د بشر د حقوقو درناوی هسې بېځایه تمې دي. دغه سازمانونو یوازې د دوی ګټې خوندي کړې دي، د سوپر ځواکونو ترمنځ د مخامخ جګړو مخنیوی یې کړی دی، کوچني او کمزوري هېوادونه یې د خپلو ګټو او نیابتي جګړو لپاره استعمال کړي دي، چې څرګندې بېلګې یې د سړې جګړې (1947-1991) پر مهال د ختیځ بلاک (شوروي اتحاد) او لویدیځ بلاک (د امریکا متحده ایالات) ترمنځ د نیابتي جګړو 45 کلنه سیالي وه. سربېره پردې، د یوکراین جګړه او د فلسطین شخړه یې تازه بېلګې دي چې د ملګرو ملتونو سر لاري او پنځه دایمي غړي یې یوازې او یوازې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د اور په لمبو کې سوځوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button