د کرېکټ ۲۰۲۳ کال نړیوال يو ورځنی جام
مهم خبرونه
کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان دوو ځوانو لوبغاړو ابراهيم او عظمت لاسته راوړنې
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې افغان لوبډلې د نورو جامونو پرتله ګڼې لاسته راوړنې لرلې. د بېلګې په توګه په لومړي ځل یې پاکستان او انګلنډ ته په نړيوال جام او يو ورځنيو لوبو کې ماته ورکړه. په ټوليزه توګه د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام کې افغان لوبغاړي ښه وځېلدل، که هغه د توپ اچوونې کې وو او يا هم د توپ وهنې په برخه کې. دوه ځوان لوبغاړي چې تر ډېره يې د افغان مينه والو او نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه هغه د پيل توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ او الرونډر عظمت الله عمرزی وو.
په نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو لوبو ته کتنه
په هند کې روان نړیوال جام د افغانستان لپاره تر ټولو بریالی و. افغان لوبډلې په دې اتلولیو کې څلور لوبې وګټلې، په لومړي ځل یوه افغان په نړیوال جام کې سلیزه وکړه او ۱۲ ځله پنځوسیزې د افغان بټسمینانو په برخه شوې. دلته د افغان لوبغاړو شمېرو ته کتنه کوو او هر لوبغاړي ته د ده وړاندې کړې لوبې ته په پام پواینټونه ورکوو.
کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد، لوبغاړي څه وايي؟
افغان کرېکټ لوبډلې نن جمعه نومبر لسمه د هند، احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې سویلي افریقا ته د نړیوال جام سیالیو کې خپله نهمه او وروستۍ لوبه په پنځو وېکټو بایلوده.
نیوزیلنډ، افغانستان او پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو سیالان؛ د چا چانس ډېر دی؟
نړیوال جام سیالۍ چې دا مهال په کې ډېرو لوبدلو ۷ یا ۸ لوبې کړې له جالب او زړه راښکونکي حالته تېرېږي، داسې چې د هرې لوبډلې بری یا ماته له خپل وضعیت ور ها خوا د بلې لوبډلې په مقام هم اغېز کوي، ځکه نو ځينې لوبډلې که د خپلې بريا دعا کوي، د بل د بري خیر هم غواړي.
په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ جالبه لوبه؛ سویلي افریقا دا لوبه په ۵ وېکټو وګټله
د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې افغان لوبډلې پخپلې وروستۍ لوبه کې پیاوړې سویلي افریقا ته په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدو منډې جوړې کړې.
کرېکټ نړيوال جام: افغانستان نېدرلنډز ته په اوو وېکټو ماته ورکړه
د کرېکټ نړيوال جام کې افغانستان له نېدرلنډزه په اوو وېکټو سيالي وګټله. نېدرلنډز د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ وهولو پرېکړه وکړه او په ۴۷ اورو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې چې افغانستان په ۳۲ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې او بريا يې په خپل نامه کړه. د افغانستان او نېدرلنډز تر منځ دا سيالي د هند په لکنوو کې تر سره شوه. افغانستان له دې بريا سره د لوبو په جدول کې پنځم ځای ته پورته شو.
کرېکټ نړيوال جام: افغانستان شري لنکا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه
د کرېکټ نړيوال جام کې افغانستان له شري لنکا په اوو وېکټو سيالي وګټله. افعانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه او شري لنکا په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۲۴۲ منډې هدف ورکړ چې افغانستان په ۴۶ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې په خپل نامه کړه. د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي څلور، مجیب الرحمن درې، راشد خان او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټه واخیسته.
نړیوال جام کې د افغانستان درېیم بري ته غبرګونونه؛ د بریا راز 'یووالي او پیاوړي هوډ' کې نغښتی
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ یو ورځینو سیالیو په روان نړیوال جام کې شريلکنا هم ماته کړه.
کرېکټ نړیوال جام: د پاکستان خلاف د افغانستان 'سترې او تاریخي بریا' ته غبرګونونه
د کرېکټ ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د پاکستان خلاف د افغانستان لویه او تاریخي بریا له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده. د کرېکټ نړۍ له مشهورو او پېژندل شویواوسنیو او پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو او روزونکو رانیولې تر رسنیو، سیاسي او ټولنیزو څېرو او عامو خلکو، د افغانستان پر دې بریا تبصرې کړې او افغانانو ته یې مبارکۍ ویلي دي.
افغانستان د پاکستان خلاف له بریا سره کوم ریکارډونه جوړ کړل؟
د پاکستان خلاف دا عادي بریا هم نه ده بلکې افغانستان په دې "یو طرفه" لوبه کې، پخپلې تاریخي بریا څو ریکارډونه هم پخپل نوم کړل.
کرېکټ نړيوال جام: افغانستان پاکستان ته تاريخي ماته ورکړه
د کرېکټ نړيوال جام په درشل کې افغان لوبډلې له پاکستانه په اتو وېکټو سيالي وګټله. پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو په جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه چې افغانستان د نهه څلوېښت اورونو په یشپړولو سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
کرېکټ نړيوال جام: افغانستان په لومړي ځل انګلنډ ته په لوی توپير ماته ورکړه
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ لوبه کې افغانستان له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو وګټله. انګلنډ د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. افغانستان لوبډلې د ۴۹ اعشاریه پنځه اوورونو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۸۴ منډې یې وکړې. په ځواب کې د انګلنډ لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ۲۱۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
کرېکټ نړیوال جام؛ هند پاکستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه
د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام په نننۍ لوبه کې هند له پاکستانۍ لوبډلې د اوو وېکټو په لوی توپير سيالي وګټله. هند د پچې له ګټلو سره لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه چې هند د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۱ اور کې پوره کړ.
د کرېکټ نړیوال جام: افغانستان هند ته خپله لوبه وبایلله
نن افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له هندي لوبډلې سره وکړه. افغان لوبډلمشر پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. له دې وړاندې د کرېکټ نړیوال جام کې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه کړې ده. هند خپله لوبه ګټلې او افغانستان بایللې وه. نن دافغانستان او هند ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام لوبه کېږي.
د کرېکټ نړیوال جام؛ انګلنډ، بنګله دېش ته ماتې ورکړه، پاکستان شري لنکا په شپږو ویکټو ماته کړه
د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې د نن ورځې لومړۍ لوبه انګلنډ وګټله او په دویمه لوبه کې پاکستان د شري لنکایۍ لوبډلې لخوا د ورکړل شوی ستر هدف پوره او شري لنکا ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.
هند کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام؛ د افغانستان لوبو ته کتنه
دغه نړیوال جام کې هره لوبډله له یوه بل سره لږترلږه یو ځلې مخ ده او په دې حساب افغانستان او هره بله لوبډله هرو مرو ۹ سیالۍ کوي. که کومه لوبډله له دې سیالیو کومه یوه ګټي د کرېکټ نړیوالې شورا ورته د ۴۰ زره امریکايي ډالرو انعام ورکولو اعلان کړی دی.
ویډیو, کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان کرېکټ بورډ له مشر سره مرکه, موده 11,05
د بي بي سي پښتو تلويزيون د کرېکټ نړيوال جام ځانګړې خپرونه کې مو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف مېلمه دی چې په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې او سياليو په اړه غږېدلی دی.
ویډیو, کرېکټ نړیوال جام؛ پر پاکستان د افغانستان بریا- کوټه کې د ځینو اوسېدونکو نظرونه, موده 3,21
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله او مینه وال یې په نړیوال جام کې پاکستان د اتو ویکټو په لوی توپیر ماتې ورکولو لمانځنې کوي.
د کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان نن له بنګله دېش سره لومړنۍ لوبه لري
بنګله دېش سره د افغانستان لوبه هندوستان کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو درېیمه لوبه ده. دا سیالي نن شنبې د درمشاله په ښار کې ترسره کېږي. افغانستان د نړیوال جام تمریني لوبه کې سریلنکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې.
د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو لوبیز ژوند؛ د لوبو په اړه یې څومره پوهېږئ؟
په اعلان شوې لوبډله کې دوه لوبغاړي محمد نبي او نجیب ځدراڼ د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام کې هم لوبیدلي، د لوبډلې اووه لوبغاړي داسې دي چې د ۲۰۱۹م نړیوال جام سکواډ برخه هم وو.
ویډیو, د کرېکټ نړیوال جام لپاره د بي بي سي ځانګړې خپرونه, موده 14,36
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال جام د دې اوونۍ د ځانګړې خپرونې مېلمانه د افغان کرېکټ دوه پخواني ستوري، دولت احمدزی او جاوید احمدي دي.
ویډیو, د کرېکټ نړيوال جام: د بي بي سي ځانګړې خپرونه, موده 14,24
د کرېکټ نړيوال جام لپاره د بي بي سي پښتو ځانګړې خپرونه دلته کتلی شئ.
کرېکټ: شريلنکا د پاکستان په ماتولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت
د اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو لپاره دا برخلیک ټاکونکې لوبه په وروستي بال د شري لنکا په ګټه تمامه شوه.
کرېکټ: وېسټ انډیز نړيوال جام ته لار ونه مونده
وېسټ انډيز چې دوه ځله یې د کرېکټ نړيوال جام ګټلی ونتوانېد چې په هند کې د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریز نړيوال جام ته لار ومومي. وېسټ انديز نړيوال جام ته لارموندنې په نننۍ سيالۍ کې له سکاټلنډ څخه په اوو وېکټو ماته وخوړه. دا لومړی ځل دی چې سکاټلنډ وېسټانډيز ته په يوه ورځنۍ نړيواله سيالۍ کې ماتې ورکوي.
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوالو سیالیو جام افغانستان ته وړل کېږي
وروسته تر څلورو کلونو یو ځل بیا د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام افغانستان ته وړل کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل دغه ټرافي به د سپټمبر میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
کرېکټ نړیوال جام: پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه، نسیم شاه په کې نه شته
د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره د بابر اعظم په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې احتیاطي لوبغاړي به هم ورسره وي. پاکستانۍ لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د لوبغاړو د ټپي کېدو او نه تکړښت له ستونزو سره مخ وه چې له امله یې د لوبډلې اعلان ځنډول شوی و.
کرېکټ: شري لنکا او نېدرلنډز نړيوال جام ته لار ومونده
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ پنځوس اوريز نړيوال جام ته چې ټاکل شوې په هند کې ترسره شي شري لنکا او نېدرلنډز لار ومونده. شري لنکا وړاندې نړيوال جام ته په لارموندنې بريالۍ شوې وه خو د نېدرلنډز (هالنډ) لوبډلې سکاټلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړيوال جام کې خپل ځان ته ځای کره کړ. د نننۍ لوبې په اړه له وړاندې اټکل داسې و چې نسبتا قوي لوبډله سکاټلنډ به يې وګټي خو نېدرلنډز په څلورو وېکټو بريا خپله کړه.