د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۴
5U2A9819

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ دې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدا راز د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه او اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه تمدید شو. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غور ولایت د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند مجموعي راپور او د تصمیم نیونې معیارونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمېسیون غړو وزارتونو سره شریک کړي؛ څو د نهايي تصمیم نیونې په موخه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي. همدا راز په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د نوري فایبر لین په کرایې او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټيلي کام شرکت استازي دې د نوري فایبر موضوع وڅېړي او راپور د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانیزې پروژې چې ځمکې یې د قبالو د تضمین په شان د تصفیې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي چې د دا ډول پروژو او چارو مربوطه اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي او له منظورۍ وروسته ته دې عملاً خلکو ته د کار اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۹:۵۱
Background image

د ۵۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژې تفاهمنامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۵:۵
Background image

د ایکو سازمان په څنډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ  د اړوندو وزارتونو له مسوولینو سره د تعقیب غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۴مه نېټه د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه. د ریاست. . .

BACK TO NEWS