د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان سره وکتل

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۰ - ۱۰:۱
WhatsApp Image 2023-08-12 at 08.09.58

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونو پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له هېواد څخه غوښتنه وکړه چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۷:۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۷:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د درېیو مهمو فابریکو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د ایتوک فارما او افغان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه. په همدې. . .

BACK TO NEWS