د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۸:۲۷
5U2A0010

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.  په دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم حضور درلود، چې پکې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.  محترم ملا صاحب د دغه لیدنې پر مهال ایراني لوري ته وویل چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. محترم ملا صاحب وویل پکار ده چې د یادو اړیکو د لا پياوړي کېدو په موخه ایران او نور ګاونډي هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چا ته دا فرصت په لاس ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.  په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي قُمي د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي. ښاغلي قُمي زیاته کړه، تهران علاقمند دی چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د ریل پټلۍ شبکو غځولو کې هم همکاري وکړي. نوموړي وویل، په یادو برخو کې عملاً د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پر مذاکراتو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له. . .

BACK TO NEWS