د ځوانانو مناظره: نوی حکومت بايد د رايه ورکوونکو د غوښتنو درناوی وکړي

د ځوانانو مناظره: نوی حکومت بايد د رايه ورکوونکو د غوښتنو درناوی وکړي

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په وروستيو ټولټاکنو کې د رايه ورکوونکو لوړه شمېره د دې ټکي ښکاره ثبوت دی چې اوس خلک د حساب ورکوونکې او دموکراتيکې حکومتوالۍ ډېره غوښتنه کوي.

په لويديځ ښار، هرات کې د می د مياشتی د ٢٢ نېټې غونډې په ويناوالو کې ژورنالستانو، د سيمه يزو ولايتي شوراگانو غړو او د مدني ټولنې فعالانو گډون درلود. ټول په دې سلا وو، د ولسمشرۍ لپاره به د دويم پړاو د ټاکنو ملاتړ کوي چې په پام کې ده د جون د مياشتې په ١٤ سرته ورسيږي.

د حقيقي سيد حقيقي په نامه يو رپوټ ورکوونکي وويل، رايه ورکوونکو څرگنده کړه چې سمون او اصلاح ته ژمن دي او د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی دنده لري د رايه ورکوونکو د غوښتنو درناوی وکړي.

د مدني ټولني يوه فعال، نادر پروانه له دې خبرې سره موافق و، ويې ويل، بايد د افغانستان د ټاکنو چارواکي هلي ځلې وکړي چې د راتلونکې مياشتې د دويم پړاو ټاکنو دمخه د فساد په څېر جدي ستونزې هوارې کړې.

حقيقي وويل: "خلک [د اپرېل په پنځمه] د رايې ورکولو صندوقونو ته له دې امله لاړل، چې د دکتاورۍ پر ځای دموکراسي پلې کړي. خلک غواړي د ولسمشريزو ټاکنو گټونکی دموکراسي بنسټيزه، د حکومت بڼه سمه او امنيت ټينگ کړي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د هرات په کهکشان شرق خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه. له سلو زياتو نارينه او ښځينه محصلانو په دې غونډه کې گډون کړی وو. په ويناوالو کې په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، عبدالقادر رحيمي، د ولايتي شورا غړې، فاطمه جعفري او همدارنگه حقيقي او پروانه شامل وو.

پروانه د ټاکنو پر خپلواک کميسون غږ وکړ چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې په فساد او درغلۍ کې ښکېل کارکوونکي له کاره گوښه کړي. 

د می په پنځه ويشتمه د ټاکنو خپلواک کميسون وويل، هغوی د ټاکنو په لومړي پړاو کې د درغليو د ادعاگانو په تور ٥٣٤٠ تنه کارکوونکي (د ټولو کارکوونکو نيمايي شمېر) له دندې گوښه کړي دي.

پروانه وويل: "د ټاکنو په دويم پړاو کې د امنيت تامين، د ټاکنو په بهير کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې مخنيوی او د رايه ورکوونکو درناوی زموږ غوښتنې دي. که چېرته د ټاکنو په بهير کې څه پېښ شي او تاسو يې وگورئ، بايد کميسون ته يې خبر ورکړئ."

جعفري د امنيت او شفافيت موضوعگانې هم راپورته کړې، د ټاکنو خپلواک کميسون ته يې گوته وڅنډله، چې رايه ورکوونکي له هغوی څخه تمه لري، "دا پلا شفافې ټاکنې سرته ورسوي."او پر حکومتي ځواکونو يې غږ وکړ چې د ټاکنو د امنيت گډوډونکو ياغي ډلو د له منځه وړلو په موخه خپلې هڅې گړندۍ کړي.

هغې وويل: "ولس اندېښمن دی چې کېدای شي د دويم پړاو ټاکنې په شفاف ډول سرته ونه رسيږي. همدارنگه هغوی په هېواد کې د امنيت د خرابيدو په اړه اندېښنه هم لري."

هارون حکميي د هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists