کابل د نوي ټاکلي ولسمشر د لوړې مراسمو ته چمتووالی نيسي

ښار ځای په ځای چمتو کيږي او لکه څنګه چې بهرني ميلمانه رارسيږي، نو ورسره جوخت امنيتي چارواکي د امنيت په ټينګولو بوخت دي.

کابل د نوي ټاکلي ولسمشر د لوړې مراسمو ته چمتووالی نيسي

ښار ځای په ځای چمتو کيږي او لکه څنګه چې بهرني ميلمانه رارسيږي، نو ورسره جوخت امنيتي چارواکي د امنيت په ټينګولو بوخت دي.

په پام کې ده، د افغانستان د منځمهالې ادارې مشر، حامد کرزي له هغه وروسته ، چې داکتوبر دمياشتي ټولټاکنو کې يې غوڅ بری تر لاسه کړ، د دسمبر په اوومه د لوړې مراسم پرځای کړي.


د امريکا د ولسمشر مرستيال، ديک چيني او د فاع د وزير رمز فيلډ په ګډون يو شمېر ميلمانه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په مراسمو کې د ګډون لپاره پلازمېنې ته راروان دي، چې په پام کې ده د جمهوري رياست په ماڼۍ کې تر سره شي. افغاني چارواکي لا ورا دمخه د پلازمينې لارې سړکونه پاکوي او امنيت ټينګوي.


په داسې حال کې چې طالب ملېشو د مراسمو د ګډوډولو ګواښنه کړې ده، افغاني امنيتي څانګو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او کابل د ښاروالۍ له ځواکونو سره خپلې هڅې يوځای کړي، ترڅو مراسم په ښه توګه تر سره شي.


د بهرنيو ميلمنو لپاره به د کابل کندې کپړ سړکونه خالي وي. د سړکونو د جوړولو کارګران لګيا دي، د ښار په مرکزي برخه کې په سړکونو باندې قير اچوي او ترافيکي ليکي رنګوي، چې په افغانستان کې يوه غير عادي خبره ده.


بهرني ميلمانه به د پلازمينې له ګډوډ ترافيکي حالت سره مخامخ نه شي. د کابل ښاروالۍ مرستيال، فقير محمد بهرام وويل، له هوايي ډګر څخه د انتر کانتي ننتال تر هوټل پورې ټول غځيدلي سړکونه او پلې لارې به د ترافيکو په مخ بندې وي.


حکومت لګيا دى، د ښار له خاورو او خځلو ډک سړکونه او لارې سينګاروي. د ښار په منځ کې د سړکونو پرغاړو د ولاړو ونو ډډونه په سپين رنګ، رنګ شوي او څلورلارې په رنګه څراغونو ښکلې شوي دي.


په همدې توګه چارواکې هلې ځلې کوي، ترڅو د ښار له تر ټولو بېوزلي خلک، له خلکو له سترګو لېرې وساتي. د ښځو د چارو او د کورنيو چارو وزارتونو او افغاني سرې مياشتې يوه مياشت دمخه د ګډو عملياتو له لارې زيات شمېر دروېزه ګر له ښاره ټول کړل او په يو استوګنځي کې يې واچول. دا هڅه دومره زياته سودمنه نه وه. بهرام وايي: "دروېزه ګرو له خواړو او د استوګنې له ځايه شکايت درلود."


خو کابل ته له هر څه زيات دامنيت ټينګول مهم دي. د چارو سمبالوونکي سختې هلې ځلې کوي، تر څو ښار د احتمالې ګواښ په وړاندې خوندي وساتي.


د دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي وويل: "په سلګونه" کورني او بهرني ميلمانه به د لوړې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړي. د شمېر په پام کې نيولو سره به امنيت ټينګ وساتل شي. هغه زياته کړه: "د کورنيو چارو د وزارت، ملي اردو، استخباراتو او د (د ناتو تر مشرۍ لاندې) نړيوال سوله ساتي ځواک (آيساف) ځواکونو خپلې هڅې همغږي کړې، تر څو په دې تاريخي ورځ ټول ميلمانه د ترهګرو د احتمالي خطر په وړاندې خوندي وساتي."


د نويو لاسته راغلو رپوټونو له مخې طالبانو ګواښنه کړې، چې د لوړې د مراسمو په ترځ کې به راکټې بريدونه تر سره کړي. دې ورته ګواښنه نوموړوملېشو د تلې (ميزان) د مياشتې د اتلسمې د ټولټاکنو پر مهال هم کړې وه. خو کوم ستر بريدونه تر سره نه شول.


ملې اردو ته تر اوسه کوم چانس نه دى په برخه شوى. د عظيمي د وينا له مخې دې اردو تر اوسه دوه تمرينونه اجرا کړي، تر څو د لوړې د مراسمو د ورځې لپاره ښه چمتووالى ولري.


د آيساف ځواکونو چې د ټولټاکنو پر مهال يې د امنيت په نيولو کې هم مرسته کړې وه، ددې مراسمو خونديتوب ډاډ من کړي. د آيساف وياند، ډګروال کين ماکيلوپ وويل: "په داسې حال کې د نړيوالې ټولنې سترګې يو ځل بيا د افغانستان لوري ته اوښتي دي، موږ ډېر ښه پوهيږو، چې (د لوړې مراسم) د ياغيانو د فعاليت لپاره يو بل ښه فرصت دى." ما کيلوپ وويل، د آيساف ملاتړ به په امنيتي فعاليتونو پورې تړلى نه وي. آيساف به د هوايي ترافيک په کنترول کې هم مرسته وکړي. د آيساف هوايي پوځ له چارواکوسره په ګډه کار کوي، ترڅو هر څه ډېر ښه پرمخ ولاړ شي.


توقع ده، چې د کابل په ښار کې به ګڼه ګوڼه لږه شي. دا ورځ په پلازمېنې کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده. د فرانسې د خبري رسنۍ له خولې د پلازمېنې ټولې لارې کوڅې به له يوولس نيمو بجو خخه د مراسمو تر پاى پورې د ترافيکو په مخ بندې وي.


د ښاري سړکونو د خوندي کولو د يوې هڅې په توګه چارواکو د سړک دغاړو ټولو هټيوالو ته ويلي، چې د هټيو په مخ راځړيدلي ټوکران او سايه بانونه ليرې کړي.


د ولسمشر د دفتر يوې وياندې، انوشې احمدي د فرانسې خبري رسنۍ ته وويل: "د ښار زياتره سړکونه به بند وي. ښه به داوي، چې په خپلو کورونو کې واوسئ."


د پلازمېنې د زيات شمېر اوسېدونکو لپاره، چې ددې خبر له مخې په کورونوکې پاتې شي، راديو اوتلويزون ددې مراسمو ټول بهير په سيده ډول خپروي.


د حکومتي راديو تلويزيون د رئيس مرستيال نادر احمدي په يوه مرکه کې وويل، مراسم به د تلويزيون له لارې په ټول هېواد او همدارنګه په يو شمېر ګاونډيو هېوادونو کې خلک ننداره کړي. هغه د بشپړو او له ځنډ او خنډ پرته خپرونو ژمنه وکړه. احمدي وويل: "موږ به د مراسمو بهير په بشپړ ډول له سانسور پرته خپور کړو.


دلوړې مراسم به يو نيم ساعت دوام وکړي. له هغې وروسته به د بهرنيو چارو په وزارت کې يوه غرمنۍ ميلمستيا جوړه شي او له بهرنيو ميلمنو سره به ليده کاته وشي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists